امنیت

په قندهار ولايت کې د يوې شپږ کسيزې تروريستي شبکې نيول کيدل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٤ :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو دخاصو عملياتو په ترڅ کې دځانمرګو بريدونو او دبمي چاودنو دسازمان ورکوونکو يوه شپږ کسيزه شبکه له يوه ځانمرګي يرغلګر سره يو ځاى نيولې ده .
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دغې شبکې غوښتل چې په چاوديدونکو توکو بار له  دوو موټرسايکلونو څخه په استفادې سره دقندهار ښار په ګن ميشتو سيمو کې يولړ ځانمرګي  او بمي بريدونه ترسره کړي .
له نيول شويو تروريستانو څخه په چاوديدونکو توکو بار دوه موترسايکلونه، ٢٧ مقناطيسي ماينونه، د آر. پي. جې _ ٧ توغندي لس ماينونه،  د ٨٢ ملي متري توپ  څلور ګولۍ، د هاوان ديارلس ماينونه، اووه لاسي بمونه ، يوه تومانچه او درې موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.
د دغې شبکې په نيول کيدو سره په قندهار ولايت کې دځانمرګو او بمي بريدونو  مخه نيول شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته