امنیت

په قندهار ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام دنوې ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
په قندهار ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام د ادارې د ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
د قندهار ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا دقندهار ښار په عينو مينه کې د نيم جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغه پروژه به د اوولسو مليونو افغانيو په لګښت په يوکال کې بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
خبرځاى زياته کړه: ددغې ادارې په ودانۍ کې اداري خونې، دکنفرانس سالون او نور ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : د دغې اداري د ودانۍ د جوړولو د کار په بشپړيدو سره د ځاى د نشتوالي له پلوه د دغې ادارې ستونزې لرې کيږي او د دغې ادارې د ودانۍ دکار پيل به د دغې ادارې په کارونوکې د پرمختګ يو مثبت ګام وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته