په قندهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله يوملکي وګړى ووژل شو
کابل باختر د تلې١
دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله يوملکي وګړى ووژل شواو درې تنه نور ټپيان شول.
دقندهار د والى ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه پرون مازيګر دميوند ولسوالۍ دخاک چوپان په ساحه کې هغه وخت وشوه
چې يو کرولاموټر له ساحې څخه دتيريدو په حال کې و.
خبرځاى زياته کړه: په دې پيښه کې يوملکي وګړى ووژل شو دچلوونکى په ګډون درې تنه نورټپيان شول.
امنيتي مسوولين وايي: دغه ماين دطالبانو له خوا ښخ کړى شوى و.
تپيان دقندهار ملکي روغتو ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والې بلل شوى دى.