کابل باختر د تلي دولسمه :
دقندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې تيره شپه دافغان ځواکونو د عملياتو په بهير کې ددوو تنو پاکستانيانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دقندهاردوالي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل : دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه د پنجوايي ولسوالۍ د نا امنو سيمو دپاکولو په مقصدپيل شوي دي.
فيصل زياته کړه : په دې عملياتوکې چې دپنجوايي ولسوالۍ دمشان او زنګ آبادو په سيمو کې دافغان ګډ ځواکونو له خوا ترسره شول له امله يې د دوو پاکستانيو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دقندهار دوالي ويندوى وويل : په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته د سرزيان نه دى اوښتى او دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه دپنجوايي ولسوالۍ دنا امنو سيمو تر بشپړ پاکولوپورې دوام لري .
1 1 دقیقه لوستل