په قندهار او کونړ کې د پوليو دوه نوې پيښې ثبت شوي دي

کابل باختر د کب دمياشتې ٢٤ مه
په افغانستان کې په 2018 ميلادي کال کې د پوليو يا ګوزڼ د دوه نويو پيښو په رامنځته کېدو سره د ټولو پيښو شمېر پنځو ته ورسيد چې وروستۍ دوه پيښې په کونړ او د قندهار په ولايتونو کې رامنځته شوي دي.
دغه پيښې د کونړ په غازي اباد او د قندهار په شاوليکوټ ولسواليو کې رامنځته شوي او دواړه ماشومان چې اوس د تل لپاره معيوب شوي، هيڅکله هم د پوليو يا ګوزڼ په وړاندې نه دي واکسين شوي.
دغه دواړه پيښې په داسې کورنيو کې رامنځته شوي چې واکسين يې ردول او هيڅکله يې هم اجازه نه ده ورکړې چې ماشومان يې د کور تر دروازې د راتلونکو رضاکارانو له لوري واکسين کړل شي.
روغتيا پالان وايي د پوليو يا ګوزڼ ناروغي هيڅ درملنه نلري او د مخنيوي يواځينۍ لار يې په هره دوره کې د ټولو ماشومانو واکسينول دي.
د مسوولينو په وينا په ملي کچه يو ټيم ګمارل شوی ترڅو د دې پيښو بشپړه څيړنه ترسره کړي او د خطرکچه يې څرګنده کړي ترڅو معلومه شي چې نورو سيمو ته د دې ناروغۍ د خپريدو څومره احتمال شتون لري.
د پوليو ياګوزڼ دا پيښې په داسې حال کې رامنځته کيږي چې هم مهال د دې ناروغۍ په وړاندي په ټول هيواد کې د واکسيناسيون کمپاين دوام لري او په روانه اوونۍ کې به د دې ناروغۍ په وړاندې په ټول هيواد کې 9.9 ميليونه ماشومان د اويا زره روغتيايي کارکونکو له لوري واکسين کړل شي.
دوى وايي دا ناروغي هيڅ ډول درملنه نلري او دماشومانو د ژغورني يواځينۍ او اغېزمنه لار د پوليو واکسین ورکول دي.
د يادونې وړ ده چې د پوليو د له منځه وړلو بنسټ يو نړیوال پروګرام دی چې هدف يې د پوليو ناروغي له منځه وړل او د راتلونکو نسلونو ژغورل دي.
اوسمهال په نړۍ کې افغانستان، پاکستان او نايجيريا هغه درې هيوادونه دي چې لا هم د پوليو يا ګوزڼ ناروغي پکې شتون لري.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته