په قندهار او هلمند کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٥ نور تروريستان ونيول شول
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د ملي اردو ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د قندهار او هلمند په ولايتونوکې يې ترسره کړل؛ ٥ تنه وسله وال مخالفين ووژل او ٢٥ تنه نوريې ونيول.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې دغه عمليات پرون له هغه وروسته ترسره شول چې د وسله والو طالبانو له خوا د قندهار د ميوند ولسوالۍ او د هلمند ولايت په مربوطاتوکې تحرکات ترسترګو شول .
په دغو عملياتو کې ٥ تنه وسله والو طالبان ووژل شول او د هغوى د څلورو تنو قوماندانانو په ګډون ٢٥ تنه نوريې ونيول شول.
دغه راز ٢٠٠ کيلوګرامه چاويدونکي توکي، د ماين زر پټاقۍ، دماين دلارښوونې شل کتابچې او ١٥٧ ماينونه په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي.
ويل شوي دي چې وسله والوطالبانو په دغو دوو ولايتونوکې د زياتو ماينونو د ښخولو لپاره پروګرامونه جوړ کړي و؛ خو د ملي اردو د ځواکونو له خوا چاڼيزو عملياتو د هغوى دغه توطيې شنډې کړې .
دا په داسې حال کې ده چې د ملي اردو ځواکونه د دندو د ترسره کولو په وخت کې زياتره په واټونوکې د ښخ کړى شويو ماينونو له پلوه ګواښل کيږي.