امنیت

په قندهار او هلمندکې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د قندهار او هلمند په ولايتونوکې پرون د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو دقندهار ولايت د ژيړي ولسوالۍ او د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو دله منځه وړلو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: دملي اردو ځواکونو تېره شپه د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ د خورد کابل د کلي په مربوطاتوکې د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهير کې د ٨٢ ملي متري هاوان څلور ماينونه او درې متره ثانيه سوزونکي پلتې ترلاسه کړې دي.
ديوبل خبرله مخې : د هيواد په بېلابيلو ساحوکې د ملي اردو د ځواکونو له خوا د امنيتي دندو په بهيرکې د وسايطو ضد ٣٣ ماينونه کشف او شنډکړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته