ټولنه

په قندهارکې چاودنې د يوې کورنۍ دوه غړي شهيدان کړل

کابل باختر د کب اتلسمه :
په قندهار ولايت کې نن د پښګرۍ په دوکان کې د چاودنې له امله ديوې کورنۍ دوه غړي شهيدان شول .
دقندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى ضيا دراني دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دسپين بولدک ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه اندازه چاوديدونکي توکي دپښګرۍ په يوه دوکان کې وچاوديدل او له امله يې ديوې کورنۍ دوه غړي چې په دې دوکان کې يې کار کاوه؛ شهيدان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغې پيښې قربانيان پلار او زوى دي او په دې پيښه کې يوتن بل ټپي شوى دى. 
دپيښې ټپي د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته