په قندهارکې پر وسله والو طالبانو خونړى بريدونه
کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ١٨مه په قندهار ولايت کې د پوځيانو په نويو بريدونوکې ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ تنه نور يې ټپيان شول . پر دغو وسله والو طالبانو له تېرې شپې څخه تر نن سهاره پورې د نېش او شاه ولي کوټ د ولسواليو په ځينو سيموکې بريدونه وشول. د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نوريې ټپيان شوي دي. ده وويل چې دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو بريدونو بوخت وو چې پرې بريدونه وشول . ختم_ ج _ اکرم