امنیت

په قندهارکې پر طالبانو د پوځيانو بريدونه

کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٩مه
په قندهارکې د نويو جګړو په بهيرکې ١٥ ډار اچوونکي ووژل شول او ٦ نوريې ټپيان شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار د سپين بولدک او شاه ولي کوټ ولسواليو په مربوطاتوکې بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريدونوکې ١٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٦ نوريې ټپيان شوي دي.
ده وويل چې دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته