امنیت

په قندهارکې پریوې پوځي قرارګاه د نفوذي برید څېړنه پیل شوه

کابل د وږي ۳۱ باختر
امنیتي مسوولینو په قندهارکې دیوې پوځي قرارګاه په اړوند د څړنې د پیلېدوخبرورکړ.
یو پوځي چې ویل کېږي له طالبانوسره اړیکه درلوده خپل اووه ملګري په خپل پوځي قرارګاه کې په ډزو سره شهیدان کړل.
د قندهاریوه امنیتي مقام باخترآژانس ته وویل چې د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي .
هغه وویل:  امنیتي ځواکونود طالبانو د هغه  نفوذي غړی په لټه کې دی چې خپل اووه پوځي ملګري په ډزو سره وژلي دي .
د را رسېدولو خبرونوله مخې،  دغه یرغلګر د اووه پوځيانوله وژلو وروسته تښتېدلی دی او د دغه قرارګاه یوه اندازه جنګي وسایل يې هم له ځان سره وړي دي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړوند څه نه دي ویلي . ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته