قندهار باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو نښتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو جګړوکې چې نن غرمه په خاکريز ولسوالۍ کې ونښتې، نهه تنه نور يرغلګر ټپيان شول.
جګړې له هغه وروسته پيل شوې چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې يرغل وکړ.
د افغانستان په جنوب کې دملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل: په دغو جګړوکې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي په دغو جګړه کې د يرغلګرو طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات او موټرسايکلونه هم د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
1 1 دقیقه لوستل