کابل باختر – دلړم دمياشتې ٧
په قندهار ولايت کې يو تن د لفظي شخړو له امله ووژل شو.
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د قندهار ښار د اوومې امنيتي حوزې په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو تنو د لفظي شخړى په نتيجه کې په يوبل ډزې وکړې چې له امله يې يو تن ووژل شو.
خبرځاى وويل: د دغې پيښې د رامنځته کيدو علت د دوى ترمنځ شخصي دښمني وه چې د يوتن د وژلو سبب شوه .
ده زياته کړه: قاتل له ساحې څخه تښتيدلى او د هغه د نيولو په خاطر دپوليسو پلټنې دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ