ټولنه

په قندهارکې له څه دپاسه ۶۰۰ اړو کورنيو سره مرسته

کابل/ باختر/  د غبرګولي ٢٦مه
په قندهار ولايت کې پر څه دپاسه شپږ سوه اړو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
په دې مرسته کې وريجې، اوړه، غوړي، دالنخود او مالګه شته چې د نړۍ د خوړو سازمان له خوا برابرې شوې دي.
د قندهار ولايت د رسنيو دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په  لېږلو سره ليکلي دي چې په دې دوره کې پر څه دپاسه ۶۰۰ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
زياتره دغه کورنۍ د ارغنداب او پنجوايي په ولسواليو کې ژوند کوي.
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته