په قندهارکې له اړو کورنيو سره مرسته
کابل باختر د غبرګولي اوومه :
په قندهار ولايت کې څه دپاسه زرو اړو کورنيو ته خوراکي توکي وويشل شول.
په دغو توکو وريجې، اوړه، غوړي، دال نخود او مالګه شته چې د نړۍ د خوړو سازمان له خوا برابر شوي و.
د قندهار ولايت د رسنيو دفتر باختر آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په دغه پړاوکې پر يو زرو سلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې دغه کورنۍ له څيړنو وروسته مستحق پيژندل شوې دي.
ددغو کورنيو زيات شمېر په ژيړي ولسوالۍ کې اوسيږي.
ختم مينه_ اکرم