ټولنه

په قندهارکې د څلوروکاريزونو د پاکولو او ترميمولو کار پيل شو

کابل باختر د لړم اتمه :
په قندهار ولايت کې د څلورو کاريزونو د پاکولو او ترميمولو کار پيل شو .
د دغو کاريزونو په پاکولو او ترميمونو سره د دمان په ولسوالۍ کې ١٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه به په سمه توګه خړوبه شي .
دغه پروژه د قندهار د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له خوا د کليو د اوسيدونکو په سلوکې د ١٠ په ونډې د پنځلسو ميليونو او ٥٠٠ زرو افغانيو په لګښت تطبيقيږي.
د قندهار ولايت سرپرست عبدالحنان منيب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کاريزونه به په څلورو مياشتو کې پاک او ترميم شي او په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه به خړوبه شي .
ده وويل چې په قندهار ولايت کې د کرنې د ودې او د کورنيو توليداتو د زياتوالي لپاره هلې ځلې کوي  .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته