امنیت

په قندهارکې د ځانمرګي بريد له امله يو ماشوم ټپي شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
د هغه ځانمرګي بريد له امله چې نن سهار د قندهار ښار په يوولسمې امنيتي حوزې پورې اړوند دعينو په ساحه کې وشو؛ يو ماشوم ټپي شو.
د قندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر په چاويدونکو توکو بار کرولا موټر له هغه وروسته چې د پوليسو له خوا وپيژندل شو؛ وچاوه.
دراني زياته کړه: د کرولا موټر چلوونکى دپوليسوله خبردارى وروسته دچاويدونکو توکو چولو ته اړ شو چې له امله يې يو ماشوم ټپي شو او ځانمرګى يرغلګر د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته