امنیت

په قندهارکې د پوځيانو په غونډې وژونکي بريد

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې پنځلسمه
په قندهار ولايت کې د بم د چاودنې له امله د اردو يو سرتيرى شهيد او د دريو تنو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخواکې د ميوند ولسوالۍ بازارته څېرمه هغه وخت وشوه چې د اردو او پوليسو منسوبين په سيمه کې راټول شوي وو.
د قندهار ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې چاودنه کې د اردو يو سترى شهيد او شپږ تنه نور يې ټپيان شول. په ټپيانوکې درې تنه پوځيان او درې تنه ملکي وګړي شامل دي . دغه امنيتي مسوول وايي چې بم په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى و.
په همدې حال کې د قندهار ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
دقندهار پوليس طالبان ددغه بم ايښودنې مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې د عاملينو د نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته