روغتیا

په قندهارکې د يو روغتون د جوړولو کار بيا پيل شو

کابل/دلړم۲۸مه/باختر
په قندهارکې د يو روغتون د جوړولو بهير له څو مياشتنى ځنډ وروسته بيا پيل شو.
د اقتصاد وزارت دغه ٣٠ بستريز روغتون له حکومتي بودجې څخه په ژيړي ولسوالۍ کې جوړوي.
څو مياشتې مخکې د دغه روغتون د جوړولو کار د فني ستونزو او بودجې د نشتوالي له امله ځنډول شوى و.
د اقتصاد وزارت د کليوالي پرمختيا رييس احمد غياث صديقي قندهار ته په سفر او له سيمه ييزو مقاماتو سره په کتنه کې وويل چې د دغه روغتون د جوړولو کار نن بيا پيل شو.
هغه د قندهار له والي حيات الله حيات سره په کتنه کې وويل چې د دغه روغتون د جوړولو کار ٧٥ سلنه بشپړ شوى دى او ټاکل شوې ده تر شپږو مياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دغه روغتون د داخلې، جراحۍ او د نسايي ولادي څانګې به ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د قندهار په ځينو سيموکې د روغتيايي مرکزونو کمښت د خلکو له مهمو ستونزو څخه دي.
دوى اړ دي چې د درملنې لپاره د زياتو لارو په وهلو او د زيات لګښت په ورکولو سره ناروغان د ښار روغتونونوته ورسوي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته