کابل باختر دکب دولسمه :
وسله والو طالبانو پرون په قندهارکې يوولس تنه ملکي وګړي وتښتول.
دقندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى ضيا الرحمن دراني باخترآژانس ته وويل چې دغه کسان د وسله والوطالبانو له خوا د قندهار ولايت دغورک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتول شوي دي .
د دراني دڅرګندونو له مخې: د هغو لومړنيوتحقيقاتوله مخې چې ترسره شول؛ څلور تنه تښتول شوي کسان د غورک ولسوالۍ بزګران دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: تراوسه پورې ددغو کسانو په باب دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي او امنيتي ځواکونو د هغوى دموندلو په خاطر د پلټنې عمليات پيل کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ