امنیت

په قندهارکې د هند په قونسلګرۍ د بريد لپاره دطالبانو طرحه ناګامه شوې ده

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
په قندهار ولايت کې د هندوستان په قونسلګرۍ د بريد لپاره د وسله والوطالبانو طرحه د امنيتي مامورينو له خوا ناکامه شوې ده .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: يوه ځانمرګي يرغلګر نن له غرمې وروسته د يوې نيمې بجې په شاوخواکې غوښتل چې په قندهار ښارکې دهند دغه سياسي دفتر ته ننوځي چې د امنيتي مامورينو له خوا وپيژندل شو او وځپل شو.
د قندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دباخترآژانس خبريال ته وويل: مخکې له دې چې دغه ځانمرګى يرغلګر دقندهار ښار په ډنډ چوک کې د هند قونسلګرۍ ته ننوځي؛ د امنيتي مامورينو له خواپرې ډزې وشوې او ووژل شو .
ويل کيږي ددغه  ځانمرګى يرغلګر له وژل کيدو وروسته امنيتي مامورينو د ده په بدن کې ځاى پرځاى شوى بم شنډ کړ.
د ډنډ په چوک کې د هند دقونسلګرۍ ساحه دقندهار ښار يوه ډيره ګڼ ميشته سيمه ده.
تراوسه پورې په وار وار په قندهارکې د هندوستان په سياسي دفتر د بريد لپاره د طالبانو طرحه د امنيتي مامورينو له خوا ناکامه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته