په قندهارکې د نهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل
دقندهارښارباختردتلې دمياشتې٣ نيټه :
په قندهار ولايت کې نهه تنه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه نښته تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې افغان پوځيانو په يوې ډلې موټر سايکل سپورو وسله والو طالبانو ډزې وکړې.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد روان وو چې د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي په دې نښته کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله