قندهار/ باختر دزمري دمياشتې ١٦ :
په قندهار ولايت کې د ماين د چاودنې له امله د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.
د دغو ملګي وګړو د سپرلۍ موټرونه نن سهار او غرمه د ارغنداب ولسوالۍ او د قندهار ښار په مربوطاتوکې په سړک کې په ښخ کړاى شوي ماينونو وختل.
د قندهار ولايت يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دغو چاودنوکې د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان د دغو پيښو عامل وبلل او ويې ويل چې د دغو پيښو د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ