امنیت

په قندهارکې د ماين د چاودنې له امله درې تنه ماشومان شهيدان شول

 قندهار/ باختر دزمري نولسمه :
درې تنه ماشومان په قندهار ولايت کې د ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
د دغو ملکي وګړو د سپرلۍ کاروان نن له غرمې مخکې د معروف ولسوالۍ بازار ته څېرمه  په سړک کې  په ښخ کړى شوي ماين وخوت  .
د قندهار ولايت يو امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ماشومان  شهيدان شوي دي .
ده طالبان د دغو ماينونو د ښخولو عاملان وبلل او ويې ويل چې د پيښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته