ټولنه

په قندهارکې د مالدارۍ د وضعيت د ښه والي په خاطر هلې ځلې

کابل باختر د لړم اتمه :
په قندهار ولايت کې د مالدارۍ د وضعيت دښه والي لپاره هلې ځلې دوام لري.
سيمه ييز مسوولان هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د يوه پروګرام له لارې د مالدارانو په مرسته د مالدارۍ بهير پياوړى کړي .
د دغه پروګرام په چوکاټ کې د قندهار په ښار او ولسواليوکې سلګونو مالدارانو ته حيواني خوراکي توکي ورکړل شول .
د قندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس سيد حفيظ الله سعيدي باختر آژانس ته وويل چې يو زرو ٧٠ متريک ټنه حيواني خوراکي توکي په سلګونو مالدارانو وويشل . د دغو توکو لګښت ٦٠ ميليونه افغانۍ کيږي چې د قندهار، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له خوا ورکول شوې دي .
د قندهار ولايت سرپرست عبدالحنان منيب د حيواني توکو د ويشلو په وخت کې وروستيو وچکاليو ته په اشارې سره مالدارانو ته وويل چې څاروي هم د وچکالي له زيانونو څخه په امن کې نه دي پاتې.
ده وويل چې هلې ځلې کوي څو د مالدارۍ د وضعيت د ښه والي په خاطر د مالدارانو د ستونزو په لرې کولوکې همکاري وکړي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته