امنیت

په قندهارکې د شپږو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه
په قندهار کې شپږ وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نويو نښتوکې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار په ميوند ولسوالۍ کې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړو کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې: په جګړو کې د وسله والو طالبانو درې پټنځايونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شول.
د يو بل خبرله مخې: په قندهار کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار ٩ ماينونه د قندهار په ګڼ مېشتو لاروکې کشف او شنډ کړل.
تر اوسه کومې ډلې د دغو ماين ښخونو مسئوليت نه دى منلى، خو امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغه کار عامل بولي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته