امنیت

په قندهارکې د سيند د دواړو غاړو استنادي ديوال بشپړ شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
په قندهار ولايت کې د دوه ويشتو مليونو درې سوه زرو افغانيو په لګښت داستنادي ديوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت سرپرست محمد طارق عصمتي قندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې وويل: د دغه ديوال د جوړولو کار چې يو ديرش کيلومتره اوږدوالي لري؛ د سيند د اوبو د څپانده کيدو مخه نيولې ده او د سيند په دواړه غاړو کې يې خلکو ته يې زياتې آسانتياوې برابرې کړې دي .
ده د اوبو د څپانده کيدو د مخنيوي په لاره کې د دغه ديوال جوړول يو مثبت ګام وباله او ويې ويل: د دغه ديوال جوړولو پنځه کاله وخت ونيوه او په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى او د قندهار ښار د بابا صاحب د سيمې شاوخوا ساحې د اوبو د څپانده کيدو له خطر څخه خوندي کوي.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د ولايت په مقرکې جوړه شوې وه؛ دقندهار ولايت سرپرست په دغه ولايت کې يې د وګړنيو پروژو د تطبيق په برخه کې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د کارونو له امله مننه وکړه او په دغه ولايت کې يې د بيارغاونې په برخو کې زياتې مرستې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته