په قندهارکې د دوو چاودنو له امله دنهه شپيتوتنو شهادت اوټپي کيدل
کابل باخترد ثور دمياشتې ٢٨ :
په قندهارښارکې د دوو بمي چاودنو له امله نهه تنه شهيدان او شپيته تنه نورټپيان شول.
دقندهار د والي ويندوى جاويدفيصل باختراژانس ته وويل: دغه پيښې تيرماښام دقندهار ښار په عينو ښارګوټى کې رامنځته شوې.
عيني شاهدان وايي چې ددغو چاودنو غږ تر زيات واټن پورې اوريدل شوى دى او په دې پيښه کې يو زيات شمير خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دقندهار د والي ويندوى جاويدفيصل وويل چې دقندهار ښاريوشميرخلک دتفريح لپاره دعينو ښارګوټى ته تللي و اوکله چې خلک له ساحې څخه د وتلو په حال کې وو، چاودنې وشوې.
په دې پيښه کې نهه تنه شهيدان اوشپيته تنه نور چې زياتره يې ملکي وګړي وو، ټپيان شول .
دفيصل دڅرگندونوله مخې، په ټپيانو کې څوتنه ماشومان هم شته.
په همدې حال کې دقندهار دميرويس روغتون يو نوکريوال باخترآژانس ته وويل: تراوسه پورې شپيته تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او د يوشمير ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې دملي پوليسو دوه تنه مامورين هم شهيدان شوي دي.