قندهار باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
د قندهار ولايت په خاکريز ولسوالۍ کې پرون د ماين د چاودنې له امله د دوو ميرمنو په ګډون څلور تنه شهيدان شول..
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه څلورتنه هغه وخت ووژل شول چې د دوى د سپرلۍ سراچه ډوله موټر د خاکريز ولسوالۍ د دره په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
يوه بله ميرمن هم په دې پيښه کې ټپي شوې ده چې د درملنې لپاره روغتون ته وليږدول شوه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ