امنیت

په قندهارکې د خلکو په يوه استازي بريد

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٤ :
په قندهار ولايت کې د خلکو په يوه استازي د يرغلګرو له خوا بريد وشو.
د هلمند ولايت د خلکو په استازي معلم ميرولي څو شيبې مخکې په قندهار ښارکې د دارالمعلمين  په ساحه کې ډزې وشوې.
د قندهار ښار يوه امنيتي خبرځاى له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تائيد کړه، خو د پيښې د څرنګوالي په باب يې څه ونه ويل .
دغه راز ځينې خبرځايونه وايي چې په دغه وسله وال بريدکې د هلمند د خلکو استازى ټپي شوى دى.
جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته