ټولنه

په قندهارکې د اتو پروژو کار بشپړ شو

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د مالي کال په لومړيو شپږو مياشتوکې، په قندهار کې د اوبو لګولو د اتو پروژو کار بشپړ کړى دى.
د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د سيمه ييزې روغتيا ساتنې او اوبو لګولو د اوبو رسونې د ملي پروګرام د اړيکو مسوولې فريبا ارژنګ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغه پروګرام کې د ۱۰ زره کيلومترو په اوږدوالي د اوبو کانال پاکول او د ۳۵ مترو په اوږدوالي د تحکيماتي دېوال جوړول شامل دي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې عملي شوي دي او د څه دپاسه ۲۰ زره جريبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمينه يې برابره کړې ده.
  ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته