په قندهارکې ديوې ترافيکي پـيښې له امله دڅلويښتو تنو شهادت.
کابل باخترد ثور دمياشتې ٦ :
په قندهار ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله څلويښت تنه شهيدان شول.
په دې پيښه کې چې نن سهار رامنځته شوه دولس تنه نورټپيان شوي دي.
دغه پيښه دميوندولسوالۍ دخاک چوپان په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکي بس موټر دتيلو له يو ټانکرسره ټکروکړ.
دقندهاردوالي ويندوى جاويد فيصل باختراژانس ته وويل، په دې پيښه کې څلويښت تنه وژل شوي دي او دولس تنه نور ټپيان شوي دي .
قربانيان اوټپيان ټول دبس موټر سپرلۍ وې . دغه بس موټر له هلمند څخه دکابل په لور روان و.
په همدې حال کې دقندهار دميرويس روغتون ډاکترانو ددغې ترافيکي پيښې داتو تنو ټپيانو روغتيايي حالت حراب بللى دى .
دقندهار دلويې لارې دترافيکو مسوولين زيات ګړنديتوب او دواټونو خرابوالى ددغې ترافيکي پيښې اصلي علت بولى .