په قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست د دغه هېواد په کلتوري نندارتون کې ګډون وکړ

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست د ياد هېواد په کلتوري نندارتون کې ګډون کړی دی.
په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: “په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست ډاکټر محمد نعیم، د دغه هېواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت په رسمې بلنه د کلتوري نندارتون (درب الساعي) چې د ياد وزرات له لوري د روان زېږديز کال د ډسمبر له ۱۰مې څخه تر ۱۶مې پورې جوړ شوی؛ ګډون وکړ”.
په ياد نندارتون کې د قطر ډول ډول تاریخي او کلتوري توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

Img 20241213 Wa0007
ويل شوي چې په نندارتون کې د کوربه هېواد د مسئولينو په ګډون، دوحه کې د بهرنيو هېوادونو مېشتو سفيرانو او د نړيوالو سازمانونو استازو، علمي شخصيتونو، مدني فعالانو، ژورناليستانو او عامو خلکو هم ګډون کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته