سیاست

په قزاقستان کې د افغانستان سفيرخپل باورليک وړاندې کړ

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
په آستانه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوى سفيرمحمد فاروق بره کي  په دې وروستيو وختوکې خپل باور ليک د يو لړ خاصوتشريفاتي مراسمو په ترڅ کې  د قزاقستان جمهور رييس نور سلطان نظر بايوف ته وړاندې کړ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: د باورليک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته د افغانستان سفير د قزاقستان له جمهور رييس سره په کتنه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي ښې هيلې او سلامونه د قزاقستان جمهور رييس ته ورسول او هيله يې وکړه چې په آستانه کې د افغانستان داسلامي جمهوريت دسفير په توګه وکولاى شي د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او پياوړتيا په لاره کې ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي.
محمد فاروق بره کي مخکې له دې د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو د رييس، په ازبکستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوى سفير او د بهرنيوچارو وزارت د سرحدي او د امنيتي همکاريو د چارو د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته