په قتل تورن سړى په اعدام محکوم شو

بغلان باختر د چنګاښ ١٤ مــــــه

دبغلان ولايت يوې محکمې يو سړى دقتل په تور په اعدام محکوم کړ

په عزيز الله تورلګول شوى دى چې ددغه ولايت يو تن اوسيدونکى يې څه موده مخکې وژلي دي

 په دې محا کمه کې د تورن د مد افع وکيل دصورت دعوا اودفاعيې له وړا ندې کولو وروسته محکمې دى دقتل په تور په اعدام محکوم کړ .

دپلخمري دښاري حوزې د محکمې رئيس محمد ايوب نعيمي باختر اژانس ته وويل: د محکمې پريکړه وروستې نه ده او تورن کولاي شي بله محکمه وغواړي

 ديو بل خبر له مخې : دپلخمري ښار په حوزوى محکمه کې يو سړى د نشه يي تو کو دقا چاقو په تور په اووه کاله بند محکوم شو

تاج محمد څه مو ده مخکې کله يي چې يوه ا ندا زه نشه يي تو کي يوه ځاى ته قا چاق کول دپو ليسو له خوا ونيول شو .

ددغى محکمې قضا يي هيئت د مدافع وکيل دصورت دعوا اوخبرو له اوريدو وروسته دغه سړى مجرم وپيژندل شو او دي يي په اووه کاله بند محکوم کړ

ددى محکمې رئيس وا يي دمحکمې پريکړه وروستې نه ده اوتورن کولاي شي د مرافعى غوښتنه و کړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته