په فیروز کوه کې د خوراکي توکو بې لوړې شوې دي
– کابل / د وري ۱۹ مه / باختر
د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له امله شکایت کوي.
دوی وايي چې د خوراکي تو د بیو لوړېدو سره نه شي کولای د اړتیا وړ څيزنه و پېري او له اړوندو مسوولینو غواړي چې د بیو د لوړېدو مخه دې ونیسي تر څو هټۍ وال ونه شي کړای چې خوراکي توکي په ګرانه بیه وپلوري.
په ورته وخت کې د خوراکي توکو پلورونکي هم د خوراکي توکو د بیو لوړېدل د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل ګڼي چې دا ننګونه په ټول افغانستان کې شتون لري.
له بلې خوا د غور سیمه ییز چارواکي په فیروزکوه ښار کې د خوراکی توکو د بیو د لوړېدو په تاییدولو سره وايي چې د څارنې ټیمونه د دغو توکو د بیو کنټرول لپاره موظف شوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د ګران پلورنې مخه ونیسي.
د فيروز کوه ښاروال غلام رباني مجيب وايي چې د ښار هټۍ الو ته يې نرخ نامې نه دي وېشلي ځکه آزاد بازار دی.
ع