په فراه کې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

 د ۸،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د سلواغې ۱۱ مه، باختر

د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړولو سره ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو د برابرولو خبر ورکړی دی.

د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول محمد محمدي د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې دغه شبکه د یاد ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د ۸،۸ میلیونه افغانیو په لګښت په ۶ میاشتو کې  جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه شبکه ۶۰ تختې سولرو، د ۱۱۰ مترو په ژورتیا یو څاه او د ۴۰ متره مکعبه پاکو اوبو په لرلو سره په یو وخت کې ۵۰۰ کورنیو ته د څاک اوبه برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته