خبرونهامنیت

په فراه کې ۳.۳ ټنه بېلابېل ډوله نشه یي توکي وسوځول شول

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د فراه ولایت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مديریت له لوري ۳.۳ ټنه بيلابېل ډوله نیول شوي نشه يي توکي وسوځول شول.
د يادو نشه يي توکو د سوځولو پر مهال د فراه ولایت مرستيال والي مولوي عبدالکریم جهاديار له ټولو ولسي وګړو دې ته د ورته توکو او کارونو څخه د ډډې کولو غوښتنه هم وکړه.
ورته مهال د دغه ولایت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مدير ملا محمد مهاجر وويل چې تر دې وړاندې ولسي وګړو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د نشه يي توکو د بنديز په اړه صادر شوی فرمان تشريح شوی، مګر که بیا هم چا د نشه یي توکو کرکیله وکړه له قانوني چلند سره به مخ شي.
بل خوا د فراه ولایت د استيناف محکمې رئیس مولوي محمد ګل صياد بيا وايې چې د استيناف محکمې رياست مسوولينو د يادو توکو اړوند شاوخوا ۳۵۰ قضيې څېړلې او په تړاو يې نيول شویو کسانو ته درانه قيدونه هم ورکړل شوي دي.
بايد وويل شي، چې په يادو توکو کې ښيښه، په لږه اندازه اومان سوځول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته