امنیت

په فراه کې کوکنارواړول شول

کابل باختردوري دمياشتې لومړي نيټه  :

په فراه ولايت کې پوليسو په دوه سوه جريبه ځمکه کې دکرل شويو کوکنارو داړولو خبرورکړ .

درپوټونوله مخې  دکوکنارو دغه کروندي دافغان ځواکونو دعملياتو په بهيرکې  ددغه ولايت په مرکز اوولسواليو کې  اړول شوي دي.

دفراه ولايت  دامنيه قوماندانۍ دامنيت آمر محمدغوث ماليار باختراژانس ته وويل  چې دغه عملياتو له يوې اوونۍ را په دي خوا پيل شوي دي اوپه دغه ولايت کې به  دکوکنارو دټولو کروندو تراړولو پوري  دوام وکړې.

ده په فراه ولايت کې  دنشه يي توکو دکرکيله کچه دتير کال په پرتله زياته وبلله او ويي ويل چې دوي دناټودځواکونو په همکاري دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزي لپاره  خپلي هلې ځلې زياتې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته