امنیت

په فراه کې په نويو هوايي بريدونو کې طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :    
په فراه ولايت کې تيره شپه په يولړ هوايي بريدونو کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.
دغه بريدونه دفراه په ځينو سيمو په تيره بيا دفراه ښار ته څيرمه او دبالابلوک په ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
دهېواد په لويديځ کې دملي اردو يوقوماندان باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دغو هوايي بريدونو کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپه لسګونو تنه نور ټپيان شول.
دغه قوماندان وايي  په يرغلګرو هغه وخت بريد وشو چې هغوى په تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
درارسيدلو خبرونوله مخې :  په دغو هوايي بريدونو کې دطالبانو څو سنګرونه دهغوى دجنګي  وسايلو له ډيپوګانو سره ويجاړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته