کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
په فراه ولايت کې د سرحدي پوليسو پر پوستو د طالبانو په بريدونوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د فراه ولايت د پوليسو ويندوى محمد اقبال باهر د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يوې ډلې طالبانو تېره شپه د لويو لارو د کنډک د سرحدي پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې د دوى دوه تنه ووژل شول او نور وسله وال طالبان له سيمې څخه وتښتيدل .
باهر زياته کړه : د وژل شويوکسانومړي تر اوسه پورې د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
ده زياته کړه: د دغې نښتې په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل، يوه مخابره او يو موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل