امنیت

په فراه کې په امنيتي پوستو دطالبانو بريدونه په شاوتمبول شول .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
دفراه ولايت دپشترود ولسوالۍ په امنيتي پوستو دوسله والو طالبانو په ډله ييزو بريدونو کې يو طالب ووژل شو اود وه تنه نور ټپيان شول .
دفراه دوالي وياند محمد ناصر مهري دباختراژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې وسله والو طالبانو تيره شپه دپشترود ولسوالۍ د ګچګين  دسيمې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې دپوليسو دځواکونو له سخت مقاومت  سره مخامخ شول او دجګړو سبب شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې :ددغو جګړو په بهير کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول او اوس دګچګين پوسته دامنيتي ځواکونو ترکنترول لاندې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته