په فراه کې ١٩ وسله وال طالبان ووژل شول .
کابل باختر د لړم دريمه :
دملي دفاع وزارت مقامات وايي دفراه ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونودچاڼيزو عملياتو له امله ١٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر نن دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ چې دملي اردو ځواکونو دفراه ولايت دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په پايله کې يې ١٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤٢ تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلل .
ديوبل خبر له مخې، دجوزجان ولايت ددرزاب ، دميدان وردګوولايت دسيداباداودهرات ولايت درباط سنګي دولسواليو په مربوطاتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويوشمير يې ټپيان شول چې ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات يې هم ترلاسه شول .