په فراه کې معلولينو او د شهيدانو وارثینو ته میاشتني حقوق ورکړل شول
کابل، د کب ۹مه، باختر
د فراه د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت ۹۵۰۰ معلولينو او د شهيدانو وارثینو ته میاشتني حقوق ورکړل شول.
د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مولوي برهان الدین حليم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دغه رياست هره مياشت شاوخوا ۹۵۰۰ ثبت او راجسټر معلولينو او شهيدانو وارثینو ته د مياشتنيو معاشونو ترڅنګ ګڼې مرستې هم چمتو کوي.
حليم وویل، چې په دغه ولایت کې ۵۰۰ معلولين او شاوخوا ۴ زره او ۵۰۰ د تېر نظام د وژل شويو، ملکي، او د مجاهدينو شهيدانو وارثين ثبت او د بېلا بېلو مرستو ترڅنګ خپل مياشتني معاشونه ورکول کېږې.
د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې ۵۰ نویو ثبت شویو معلولينو ته په ورته وخت کې راضي ټولنيزې او پراختيايې موسسې ۵۸۴۰ افغانې ورکړې دي.