په فراه کې له ۱۷ دینې مدرسو ۱۸۰ تنه فارغ شول

کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر
د فراه له ۱۷ دیني مدرسو له بېلابېلو برخو څخه ۲۸۰ تنه فارغ او د فضیلت پګړۍ یې وتړلې.
په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، چارواکو او یو شمېر دیني عالمانو فارغ شویو طالبالعلمانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې په خپلو ترلاسه شویو علومو په سمه توګه عمل وکړي او د ټولنې نورو وګړو ته د علم او حکمت په رسولو کې هڅې وکړي.
ورته مهال د جامعة الهدا د سترې ديني مدرسې مسؤل شيخ سيد عبدالقيوم اغا بيا باختر خبري آژانس ته وويل؛ چې د جامعة الهدا د ديني مدرسې د ١٩مې دورې د فارغینو په ګډون د ۱۷نورو دیني مدرسو څخه (۲۳۵ نارینه او ۴۵ ښځینه) د حدیثو، تجوید او فقهې له څانګو فارغ شوي دي.