په فراه کې طالب ياغيانو ته درنه مرګ ژوبله

کابل باختردتلي دمياشتې  ٥ :
دفراه ولايت په جوين ولسوالۍ کې ديو قوماندان په ګډون شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل چې دغه کسان  دجوين ولسوالۍ  دچشمه  ميشک په سيمه کې دپوليسو په يوې امنيتي پوستي  دبريد په بهيرکې ووژل شول .
خبرځاى زياته کړه چې په و ژل شويو کې دبريدکوونکو قوماندان ملاعبدالظاهر هم شامل دى .
ژوندي زياته کړه چې  دطالبانو مړى دپوليسو له خوا ددغي ولسوالۍ مرکزته ليږدول شوي دي .
دفراه  دوالي ويندوى وويل  چې ملاعبدالظاهر دخپلو افرادو سره  دپشت رود اوخاک سفيد ولسواليو له لاري جوين ولسوالۍ ته راغلي و او دغه بريد يې ترسره کړي وو.
دده دڅرگندونوله مخې ددغې نښتې په بهيرکې څلور پيکا ماشينگڼې ، درې توغندي ويشتوونکې او درې سراچه موټرونه هم دپوليسو لاسته ورغلي دي .
ده وويل  چې په دغه بريدکې دوه تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته