کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
په غور ولايت کې په نويو هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانود ډلې اوولس تنه غړي ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه او نن سهار د خاک سفيد ولسوالۍ او د فراه ولايت په ځينوسيمو کې بريدونه پرې وشول
په لويديځ کې دملي اردو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو هوايي بريدونو کې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنوسيمه ييزو قوماندانانوپه ګډون اوولس تنه ووژل شول .
ويل کيږي چې په دغو بريدونو کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبرله مخې : په فراه ولايت کې دڅه ناڅه څلور چاودنو مخه ونيول شوه.
درارسيدلو خبرونوله مخي امنيتي مامورينو نن سهار څه ناڅه څلور ماينونه دفراه ولايت په لويو لارو کشف اوشنډ کړل.
دفراه ولايت يو پوځي مقام وويل طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولو او چاودنې سره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رامنځته کړي خوبريالي نه شول.
1 1 دقیقه لوستل