په فراه کې سلګونو کورنیوته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل / د چنګاښ ۱۰ / باختر
په فراه ښارکې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدوسره سلګونوکورنیوته د څښاک اوبه برابرېږي.
دغه شبکه د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت جوړوي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغې شبکې اوبه له یوې سرچینې څخه د لمریزې برېښنا په واسطه د نلونو له لارې به اوسېدونکوته ورسېږي.
هیله کېږي د دغې شبکې په جوړېدوسره په فراه ښارکې ۴۳۰ کورنیو د لومړي ځل لپاره څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ومومي.
ټاکل شوې ده دغه شبکه تریوې میاشتې پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته