په فراه کې سلګونو تنو د ملي وحدت د حکومت له پروګرامونو سره ملاتړ اعلام کړ
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٢
د فراه ولايت سلګونو تنو اوسيدونکو د ملي وحدت د حکومت او د منتخب جمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي له پروګرامونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
د فراه له ښار څخه د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د فراه ولايت د سرپرست محمد عمر شيرزاد، د دولتي ادارو د رييسانو ، عالمانو او فعالينو، د مدني ټولنې د بنسټونو د مسوولينو ، مخورو او د فراه ولايت د سلګونو تنو خلکو په ګډون جوړه شوې وه؛ په پيل کې د فراه ولايت سرپرست د ملي وحدت د حکومت د جوړيدو له امله ددغه ولايت خلکو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه: تيار دي چې د ملي وحدت د حکومت د پروګرامونو او دهغو د تطبيق بشپړ ملاتړ وکړي .
شيرزاد زياته کړه چې د ملي وحدت د حکومت پروګرامونه يو په بل پسې تطبيق او عملي کيږي.
وروسته محمد جمعه رفعت د ولايتي شورا په استازيتوب او مولوي نور احمد خبرې وکړې او له منتخب جمهور رييس څخه وغوښتل چې په هيوادکې د امنيت د تامينولو ترڅنګ دې د بخش آباد بند، د شيخ ابونصر فراهي سړک او بندر د جوړولو په ګډون د دغه ولايت د بنسټيزو پرمختيايي پروژو په عملي کولو او د فراه ولايت ته د بريښنا په ليږدونه کې چې د دغه ولايت لپاره بنسټيزې پروژې دي؛ خاصه پاملرنه وکړي.