په فراه کې د ۱۷ ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې
کابل، د وري ۶مه، باختر
په فراه ولایت کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې رياست او ۱۷ ښوونځيو ودانۍ له بيا رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو ودانیو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د فراه ولایت د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم وویل چې په دې ولایت کې د دولت له بوديجې څخه ۱۷ښوونځي او د پوهنې رياست ودانۍ د ۱۰ ميليونه، ۵۷۷ زره افغانيو په لګښت له بيا رغونې وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې په دغه ولایت کې د تېرو سختو او اوږدو جګړو پرمهال ډېری ښوونځي له منځه تللي، چې د يادو ښوونځیو له رغولو سره سم به د پوهنې په برخه کې د پام وړ بدلون او اسانتيا رامنځته شي.
نوموړي وویل چې د دې ولايت په لرې پرتو سیمو او ولسواليو کې ګڼ شمېر داسې بې ودانيو ښوونځي شته، چې په کرايه سره نيول شوي، خو په وينا يې؛ د يادو ښوونځیو لپاره په ځينو سيمو کې په کافي اندازه ځمکې شتون لري او په راتلونکي کې به یې ودانيزې چارې هم پيل شي.